د ایران ولسمشر حسن روحاني د ټرمپ له لوري د جان بولټن پر لرې کولو غبرګون ښودلی دی. دده په خبره ټرمپ ته په کار ده چې له خپلې شاوخوا جګړه خوښوونکي کسان لرې کړي ځکه دوی په نړۍ کې د ګډوډۍ او کشمکش سبب ګرځي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د بندیزونو تر موجودیت پورې له امریکا سره خبرو ته نه حاضرېږي. دده په خبره امریکا دې لومړی بندیزونه لرې کړي او وروسته دې ایران ته د خبرو وړاندیز کوي. جان بولټن د ایران سخت مخالف و او د سرچینو په وینا تل یې ټرمپ هڅاوه چې د ایران پر ضد نظامي اقدام وکړي.





































