پاکستان وایي ښايي د کشمیر اوسنی وضعیت د هند او پاکستان ترمنځ د تصادفي جګړې سبب شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي، ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې باید د کشمیر مسئله له نږدې وڅېړي. د نوموړي په خبره په کشمیر کې خورا ناوړه وضعیت روان دی او دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو ښايي د پاکستان او هند ترمنځ تصادفي جګړه رامنځ ته شي. دده په خبره د هند او پاکستان د جګړې په پایلو پوهېږي خو که پر پاکستان لارې بندې شي اړ دی چې جګړه پیل کړي. د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر مسئله ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ هم ویلي وو چې که ترې وغوښتل شي په دې مسئله کې منځګړیتوب ته تیار دی.





































