سي ان ان په سپینه ماڼۍ کې د ځینو سرچینو له خولې لیکلي، چې ټرمپ غواړي د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر د خپلې دندې تر څنګ د ملي امنیت سلاکار هم وټاکي. د راپورونو له مخې په سپينه ماڼۍ کې اوس لوړپوړي چارواکي ددې کار پر شونتیا بحث کوي. سرچینه کاږي مایک پمپیو به په هممهاله توګه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وي او هم د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار. تر اوسه دغه پرېکړه نهایي شوې نه ده، خو که داسې وشي پمپیو به تر هنري کسینجر وروسته دویم کس وي چې د امریکا په تاریخ کې هم د بهرنیو چارو وزیر کېږي او هم د ملي امنیت شورا سلاکار. بل پلو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د جان بولټن تر لرې کولو وروسته د هغه ټول نږدې کسان له سپینې ماڼۍ ایستل شوي دي. ټرمپ جان بولټن پر ډېرو مسایلو د نظر د اختلاف له امله له دندې ګوښه کړ. د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکاري مهم پوست دی چې ددغه هېواد نظامي تګلارې او ستراتيژۍ جوړوي او عملي کوي.





































