د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر هند غږ کړی دی چې د کشمیر مشرانو سره سیاسي اړیکې ورغوي او په دې لانجمنه سیمه کې چې هر څومره ژر کېدای شي باید د خپلې ژمنې مطابق د ټاکنو نېټه اعلان کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورټاګس ویلي، امریکا لیواله ده چې هند د خپلې ژمنې په اساس نه یوازې لانجمن کشمیر کې د ټاکنو نېټه اعلان کړي بلکې په دغه سیمه کې دې د حالاتو سمولو لپاره هم کوټلي ګامونه پورته کړي. هند د تېرې اګسټ میاشتې په پنځه د خپل واک لاندې کشمیر ازادي لغوه کړه او د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد پوځیانو نه یوازې دا چې ګڼ شمېر سیاسي مشران یې نیولي دي بلکې په دغه سیمه کې یې ګرځبندیز هم لګولی دی چې د خلکو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی. امریکا دغلته پر خلکو لګول شویو بندیزونو باندې اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د انساني حقونو باید پوره درناوی وشي.





































