د پاکستاني پوځ یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې هند سره د تاوتریخوالي له امله پاکستان خپل ځواکونه له افغان پولې څخه هند سره د کمشیر وېشونکې پولې ته لېږلي دي. یو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، له هند سره یې ستونزه په پراخېدو ده او ښایي په همدې سیمه کې د دواړو لوریو تر منځ تصادفي نښته رامنځته شي ځکه چې په وینا یې هر کله چې پاکستان دلته خپل فشار ډېر کړی دی د هند له لوري تر برید لاندې راغلی دی. هغه زیاته کړې د پلوامه له برید راپدېخوا په همدې سیمه کې د دواړو هېوادونو پوځیان د تیارسۍ په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي هم ویلي، ښایي له هند سره په یوې تصادفي نښته کې ښکېل شي.





































