ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر د سوچي په ساحلي ښار کې د اسرایلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وګوري. دا لیدنه د اسرایلو د ټولټاکنو په درشل کې ترسره کېږي. د اسرایلو د صدراعظم دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په دې لیدنه کې به د اسرایلو او روسیې ترمنځ په پوځي همکارۍ ټینګار وشي او همدارنګه به د سوریې پر روان وضعیت بحث وشي. کرملین بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه مشران به دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه کېدو بحث وکړي.





































