د امريكا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اجازه وركړه، چې له اوكراين سره دې ۲۵۰ ميليون ډالري پوځي مرسته وشي. دا مرسته پر دې سربېره، چې ويل كېدل د روسيې د پوځي اقداماتو پر ضد د مبارزې لپاره ورته كيف سخته اړتيا لري، ځنډول شوې وه. له اوكراين سره د متحدو ايالتونو دغه مرسته د پنجشنبې په ورځ د امريكا د مشرانو جرګې د تداركاتو كمېټې تر غونډې وړاندې اعلان شوه. تمه كېده، چې د امريكا د دواړو ګوندونو استازي ډيموكراټان او جمهوري غوښتونكي به د يادو پيسو د نه وركولو په خاطر پر ولسمشر ټرمپ نيوكې وكړي. د امريكا ولسي جرګې دا مرسته مخكې تصويب كړې وه.





































