د ګمرکي محصول او تعرفې لوړېدو له امله د هرات او ننګرهار په ګمرکونو کې زرګونه باروړونکي موټر ولاړ دي. په هرات او ننګرهار کې موټر چلوونکي او سوداګر شکایت کوی، چې دوی له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار په تورخم ګمرک، د هرات په ګمرک او اسلام قلعه بندر کې خپل موټر له دې امله درولي، چې مالیې تر پخوا پرې دوه برابره لوړې شوې دي. د هرات ولایت د ترانسپورت رئیس او ولایتي شورا وایي، چې دې کار په عوایدو کې هم کسر رامنځ ته کړی او د مالیې لوړوالي له امله ګمرکي عواید له ۱۲۰ میلیونو، ۲۰ میلیونه افغانیو ته را ټيټ شوي دي. د ننګرهار ولایت یوشمېر سوداګر، د بار وړونکو شرکتونو مسئولان او موټر چلوونکي په ګمرکونو کې د سختو قوانینو له وضع کېدو شکایت کوي او وایي، چې د حکومت له لوري د مالیې لوړېدل ددې سبب شوي، چې سوداګري کمه شي، کار وبار او سلګونه باروړونکي موټر ودریږي. د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علیزی هم وایي، چې د حکومت له لوري د ګمرکي محصول تر لوړېدو وروسته زرګونه باروړونکي موټر دریدلي، کار وبار په ټپه ولاړ دی او ددې ولایت په ګمرکي عوایدو کې کسر رامنځ ته شوی.




































