د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې به له ټرمپ سره ددغه دفاعي توغندیو د اخیستلو پر بهیر لا ډېرې خبرې وکړي. دده په وینا په دې اړه یې له ټرمپ سره خبرې کړې دي او ښايي په دې لیدنه کې د یادو مسایلو پر سر پرمختګونه رامنځ ته شي. تر دې وړاندې د ترکیې او امریکا ترمنځ اړیکې په دې ترینګلې شوې وې، چې ګواکي ترکیې ولې له روسیې اس ۴۰۰ دفاعي سیستم پېرلی دی. ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې د ترکیې ددې کار په غبرګون کې به پر دغه هېواد بندیزونه وضع کړي. خو اوس اردوغان وايي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ پر ښه کېدو دي.





































