د عرب رسنیو د راپورونو له مخې بې پيلوټه الوتکې د حقل خریص پر مرکز برید کړی دی او له امله یې اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده. سیمه ییزو خبریالانو ویلي چې تر یوې لویې چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د برید له امله اورلګېدنه رامنځ ته شوې خو اوسمهال اور کنټرول شوی دی. چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دغه بې پيلوټه الوتکې له کوم لوري د تېلو د استخراج او پروسس پر دغه ستر مرکز برید کړی دی، خو وايي په دې اړه پلټنې روانې دي.





































