د رسنیو د راپورونو له مخې روان کال تر دې دمه د سعودي عربستان حکومت شپږ ویشت پاکستانیان اعدام کړي دي. سرچینې کاږي دمګړی د سعودي عربستان په زندانونو کې زرګونه پاکستانیان بندیان دي او پر ډېرو یې د بېلو جرمونو د ترسره کولو له امله محاکمو د اعدام حکم صادر کړی دی. د معلوماتو له مخې سعودي عربستان ژمنه کړې وه، چې تر ۲ زره پورې پاکستاني بندیان به خوشي کوي خو تر دې دمه یې دغه ژمنه عملي کړې نه ده. په سعودي عربستان کې زرګونه پاکستاني وګړي کار کوي، چې ډېری وخت په لویو او وړو جرمونو کې ښکېل هم وي.





































