د پاکستان پوځ وایي د کشمیر پر پوله د هندي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ تازه نښته شوې ده چې له امله یې یو پاکستانی پوله ساتی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. دا په تېرو څو ورځو کې دویمه پېښه ده چې پکې پاکستاني لوري ته مرګ ژوبله اوړي. تر دې درې ورځې وړاندې هم پر همدې پوله د دواړو لوریو ترمنځ نښته کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی و. پوځ وایي، دا څلورم ځل دی چې په همدې سیمه کې له اوربنده سرغړونه کېږي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د دواړو لوریو ترمنځ نښته کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.





































