ایډوارډ سنوډن چې پخوا یې د امریکا د ملي امنیت په اداره کې کار کاوه، په خپله یوه تازه مرکه کې له فرانسې غوښتي چې د ژوند امکانات او شرایط ورته برابر کړي. دده په خبره دې ته لیواله دی چې د فرانسې له ولسمشر سره وګوري او دغه هېواد ده ته پناه ورکړي. سنوډن په ۲۰۱۳میلادي کال کې د امریکا د جاسوسۍ له غیر قانوني کړنو پرده پورته کړه. نوموړي داسې اسناد هم افشا کړل، چې له مخې یې د امریکايي جاسوسي ادارو غیر قانوني کړنې او جنایتونه ښکارېدل. نوموړی دمګړی د امریکا د حکومت تر تعقیب لاندې دی او تر نیول کېدو وروسته به محاکمه کېږي. په دې مرکه کې دا نه ده مشخصه شوې چې هغه چېرته اوسي او د ژوند وضعیت یې څه ډول دی.





































