د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي دوی په هر قیمت چې وي د کشمیر په مسئله کې جدي دي او ددغه سیمې د خلکو له حقوقو دفاع کوي. دده په خبره په دې حساسو شرایطو کې نړیوالو ته په کار ده، چې ددغه ستونزې په حل کې مرسته وکړي او د خبرو زمینه برابره کړي. عمران خان له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، مذاکرات کولی شي ددوو اټومي هېوادونو ترمنځ د جګړې مخنیوی وکړي او د ستونزې حل ته لار برابره کړي. هغه د اسلامي هېوادونو له مشرانو غوښتي چې په دې مسئله کې منځګړیتوب وکړي او د کشمیر د خلکو له حقونو دفاع وکړي.





































