د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، د سعودي عربستان د تېلو پر مهمو سترو مرکزونو د بریدونو مسوول ایران دی، یمن په دغو بریدونو کې هیڅ رول نه لري. پومپیو پر خپل ټویټر لیکلي، ایران په دغه ډول د ۱۰۰ نه په ډېرو بریدونو کې لاس لري. هغه زیاته کړې د ایران ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا دغو بریدونو ته توجیهات لټوي او دغه راز په دغو بریدونو کې خپل لاس لرل ردوي خو د نوموړي په خبره د دې بریدونو ټول مسوولیت د ایران دی او نړۍ یې باید وغندي. نوموړي زیاته کړې داسې هیڅ ثبوت نه شته دی چې وښیي دا بریدونه له یمن نه شوي وي. پومپیو ویلي، امریکا به خامخا له ایران سره حساب کتاب کوي.





































