عراقي چارواکو د رسنیو هغه راپورونه رد کړي دي چې ګوندې د سعودي د تېلو پر مرکزونو د برید لپاره د دې هېواد خاوره کارول شوې ده. د عراق د لومړي وزیر له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، حکومت یې ټول هغه راپورونه ردوي چې ګوندې د دې هېواد له خاورې د سعودي پر ضد ګټه اخیستل شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، د عراق حکومت به هیڅ ځواک ته د دې اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې د ګاونډیانو پر ضد ګټه پورته کړي. سرچینه کاږي، هغه کسان چې هڅه کوي د عراق اساسي قانون تر پښو لاندي کړي پر ضد به یې کوټلي اقدامات وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو بیا د دې بریدونو پړه پر ایران اچولې او خبرداری یې ورکړی دی چې له دې هېواد سره به هرومرو حساب کتاب کوي.





































