ټرمپ د سعودي عربستان د تېلو پر مرکزونو د برید په اړه غبرګون ښودلی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي د برید د عاملینو پر وړاندې به نظامي اقدام وکړي. د امریکا ولسمشر په یوه ټوېټ کې ویلي، دوی پوهېږي چې د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر تاسیساتو چا برید کړی دی، خو د موضوع تایید ته په تمه دي. دده په خبره همدا چې موضوع تایید شي او سعودي عربستان په ډاګه کړي چې د برید تر شا د چا لاس دی، نو امریکا سم له واره نظامي اقدام ته تیاره ده. د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو ډرون بریدونه وشوله چې له امله یې د تېلو د تولید په یوه ستر مرکز کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه. دغه پېښې په نړیواله کچه د تېلو بازارونه ګډوډ کړي دي او د تېلو بیې لوړې شوې دي.





































