د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکي دی له کوم شرط پرته له ایراني چارواکو سره ګوري. دده په خبره دا جعلي خبرونه دي او له ایراني لوري سره د لیدنې لپاره خپل شرایط لري. دده په وینا دومره په اسانه به له ایران سره خبرې او لیدنه و نه لري. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا د سعودي عربستان د تېلو پر مرکزونو برید کې ایران ښکېل بللی دی. ټرمپ ویلي چې ددغه پېښې د عاملینو تر معلومېدو وروسته به یې پر وړاندې نظامي اقدام وکړي.





































