د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په نړۍ کې په هره یوه دقیقه کې پنځه کسان د ډاکترانو د غلط تشخيص او ناسم درمل د خوړلو او یا ناسمې سپارښتنې له امله مړه کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي دغه پېښې تر ډېره په هغه هېوادونو کې رامنځ ته کېږي چې د خلکو اقتصاد پکې کمزوری دی. په دې ډله کې لس سلنه بستر شوي ناروغان هم شامل دي. د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې د بشریت د خوندیتابه او د ناروغانو د ښې درملنې لپاره باید له تجربو درس واخیستل شي او د ناروغیو په تشخیص کې دې پوره دقت وشي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي او د روغتیايي خدماتو په پراختیا کې به پلانونه جوړ او عملي کړي.





































