د ابوظبۍ ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان له خپل سعودي سیال محمد بن سلمان سره په ټلیفوني خبرو کې د سعودي د تېلو پر زېرمو ترهګریز برید غندلی دی. نهیان ویلي، د سعودي او اماراتو امنیت یو له بله جلا نه دي او دوی له خپل ګډ دښمن سره مبارزې ته پوره چمتوالی لري. هغه زیاته کړې، سعودي له تروریزم سره د مبارزې اوږده سابقه لري او دوی د دې هېواد له قربانیو هر ډول دفاع ته چمتو دي. هغه ګواښ کړی دی، هغه څوک چې د سعودي عربستان امنیت ته خطر پېښوي د دوی دښمن دی او دوی به د خپل ګډ دښمن پر وړاندې له هیڅ ډول مبارزې مخ ونه ګرځوي. په ورته وخت کې سلمان د اماراتو دا اقدام ستایلی دی او زیاته کړې یې ده چې سعودي خپل هېواد ته له پېښ هر ډول ګواښ سره د پیاوړې مبارزې وړتیا لري او تر څېړنو وروسته به خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.





































