د رسنیو د راپورونو له مخې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په دې وروستیو کې ټرمپ ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې شمالي کوریا ته ورشي. ټرمپ هم تایید کړې چې په دې وروستیو کې یې له کیم جونګ اون یو ښکلی لیک تر لاسه کړی دی خو د جزیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. ټرمپ وايي د دواړو لورو ترمنځ اړیکې مخ پر ښه کېدو دي. سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ټرمپ به شمالي کوریا ته سفر وکړي کنه، خو د شمالي کوریا چارواکي وایي د لیک ځواب ته په تمه دي.





































