د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای نن په ایران کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، له امریکا سره باید نور د خبرو دروازې وتړل شي. د هغه په خبره امریکا له هیڅ اسلامي هېواد سره پر نیکو اړیکو باور نه لري او نه غواړي له ایران سره یې هم ستونزه له سوله ییزو لارو حل شي. نوموړي زیاته کړې، ایران باید د امریکا د اعظمي فشار تګلارې پر وړاندې په جدي ډول مبارزه وکړي او ثابته کړي چې د امریکا د اعظمي فشار تګلاره ناکامه ده. خامنه ای ویلي، امریکا متزلزل سیاست لري او نه شي کولی ستونزې په اسانۍ سره حل کړي. هغه زیاته کړې امریکا ځکه متزلزل سیاست کوي چې دوی ګنګس کړي خو د نوموړي په وینا ایران یو ثابت هېواد دی او هیڅکله به خپله لاره ورکه نه کړي.





































