د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده دا څرګندونې په پرون په دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي چې د سیمې امن د افغانستان په امن او د سیمې ثبات د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی. هغه زیاته کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی. د انټرفاکس اژانس په حواله نوموړي دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې روان وضعیت ورځ تر بلې لا کړکېچن کېږي او په دې برخه کې نړیوالو هڅو د پام وړ پایله نه ده ورکړې. د شانګهای همکارۍ سازمان اولسمه غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه او یادې غونډې ته د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هم ورغلی وو.




































