د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو تر برید وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ایران په سیمه کې د بې ثباتۍ مسوول دی. دده په خبره ناټو په سیمه کې د ایران د کړنو په اړه اندېښمنه ده او ښایي دلته روانې بې ثباتۍ ټولې ددغه هېواد له لوري رامنځ ته شوې وي. نوموړي ټینګار کړی چې د ایران د ځینو فعالیتونو مخه باید ونیول شي او دغه هېواد بایدهېڅ وخت اټومي وسلې و نه لري. ینس سټولټنبرګ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا په سعودي عربستان کې د وروستیو بریدونو پر عاملینو د نظامي حملو خبرداری ورکړی دی. عربستان او امریکا بریدونه د ایران کار بولي او ویل کېږي چې د ایران په جنوبي سیمو کې ددغه بریدونو لپاره تابیا نیول شوې وه.





































