د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې مایک پمپیو به په دې سفر کې له امریکایي چارواکو سره د وروستیو بریدونو په اړه خبرې وکړي. امریکا باوري ده چې د سعودي عربستان د تېلو پر زېرمو بریدونو کې ایران لاس لري. مایک پمپیو به له عرب چارواکو سره په دې لیدنه کې پر راتلونکو اقداماتو هم خبرې ولري. د امریکا مرستیال ولسمشر هم پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي، که امریکا ته تایید شي چې بریدونه ایران کړي دي نو په اړه به یې بې ساري او جدي اقدامات ترسره کړي.





































