ټرمپ وايي ډېر ژر به د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو سره وګوري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دی هیله لري چې وکړی شي د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ناندرۍ راکمې کړي. دده په خبره په نږدې راتلونکې کې به ددواړو هېوادونو له لومړیو وزیرانو سره وګوري او په دې لیدنه کې به مهم پرمختګونه وشي. نوموړي نه دي ویلي چې دا پرمختګونه به څه وي خو وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ به ناندرۍ راکمې شي یا به لږ تر لږه خبرو ته زمینه برابره کړل شي. په دې وروستیو کې د کشمیر د مسئلې پر سر د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. له دې سره جوخت دواړو هېوادونو یو بل ته د نظامي برید خبرداری هم ورکړی دی.






































