د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د کشمیر په لانجمنه سیمه کې روان وضعیت کولی شي د دوو اټومي ځواکونو جګړې ته لار پرانیزي. د تلګراف ورځپاڼې په حواله، عمران خان دغه راز ویلي، دی د جګړې سخت مخالف دی خو په وینا یې کله چې تاوتریخوالی اوج ته رسېږي نو د دوو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د اټومي جګړې امکان هم نشي ردېدلی. خان، د هند د وروستیو اقداماتو په اړه د ټولو هېوادونو له غبرګون نه ښودلو څخه هم ناخوښي څرګنده کړې او یو ځل بیا یې هند په کشمیر کې په نسل وژنه تورن کړی دی. د یادونې ده چې هند او پاکستان له ۱۹۴۷ میلادي کال نه راپدېخوا د کشمیر پر سر یو بل سره جګړې کړې دي او دواړه هېوادونه دغه خاوره خپل ملکیت بولي.





































