د ایران ولسمشر حسن روحاني نن یو ځل بیا د دولتي پلاوي په یوه جلسه کې د خبرو پر مهال، د امریکا د اعظمي فشار تګلاره ناکامه بللې او زیاته کړې یې ده چې که چیرته دا هېواد له ایران سره د خبرو په لټه کې وي نو باید لومړی ټول بندیزونه لرې کړي. هغه ویلي، دا بیخي ناممکنه ده، امریکا هم فشارونه وضع کوي او هم د خبرو وړاندیزونه کوي. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې پرون د یاد هېواد مذهبي مشر ایت الله خامنه ای ویلي، له امریکا سره د خبرو درازې باید نور وتړل شي ځکه چې په وینا یې دا هېواد له اسلامي نړۍ سره پر ښو اړیکو باور نه لري او نه غواړي له ایران سره یې ستونزه له سوله ییزو لارو حل شي.





































