د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر دعوه کړې ده چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر خاوره هم د هند ده او وایي، تمه لري یوه ورځ به پر دې خاوره هم خپل واک تر لاسه کړي. شنکر زیاته کړې، د کشمیر پر ډېره برخه دوی واکمن دي او یواځې یوه وړه برخه یې د پاکستان تر ولکې لاندې ده چې په خبره یې یوه ورځ به هغه هم تر خپل واک لاندې راولي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د هند د پوځ مشر جنرال روات هم ویلي وو، هندي پوځ چمتو دی څو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر هم ازاد کړي او پخپله خاوره یې ورګډ کړي. د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د کشمیر وضعیت ته په کتو د دوو اټومي ځواکونو ترمنځ د اټومي جګړې امکان نشي ردولی.





































