د ملګرو ملتونو یو پلاوی په سعودي عربستان کې د تېلو پر مرکزونو د بریدونو د څېړلو په موخه دغه هېواد ته تللی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي دغه پلاوی به د سعودي د تېلو پر مرکزونو د بریدونو څېړنه کوي او پایلې به یې له ملګرو ملتونو سره شریکوي. نوموړي په منځني ختیځ او فارس خلیج کې پر وروستیو کشمکشونو سخته اندېښنه ښودلې ده. دده په خبره په دې سیمه کې روانې ناندرۍ د ټولې سیمې سوله او ثبات ګواښي او باید دلته روان کشمکش ته د پای ټکی کېښودل شي. انتونیو ګوتریش ویلي ملګري ملتونه تر خپلې وسې هڅه کوي په سیمه کې روان وضعیت کنټرول کړي او د ناندریو او کشمکشونو لمن ټوله کړي.





































