د امریکا په کلیفورنیا کې په ډزو کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې یوه وسله وال کس د کلیفورنیا په لاسنجلس ښار کې پر خلکو ډزې کړې دي او دوه کسه یې وژلي دي. د لاسنجلس ښار پولیس وایي په پېښه کې دوه کسه ټپیان شوي هم دي. تر اوسه ددغه برید لامل نه دی په ګوته شوی، خو پولیس وایي پلټنې یې پيل کړي دي او معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.





































