د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، د هند لومړي وزیر نرېندا مودي ته اجازه نه ور کوي چې د دوی له هوا تېر شي. نوموړي ويلي، کشمیر کې د اوسني حالت او د هند د چلن له امله اسلام اباد دا پرېکړه کړې ده. د هغه په خبره، هند غوښتنه کړې وه چې لومړی وزیر نرېندرا مودي د جرمني د تګ لپاره د پاکستان هوايي لار وکاروي، خو دوی ددې کار اجازه نه ورکوي. په دغه غوښتنه کې ۲۰مه نېټه د تګ او ۲۸مه د بېرته راتګ لپاره لیکل شوې وه.





































