د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا د څلورم ځل لپاره سعودي عربستان ته ځي. که څه هم د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ده، خو څه موده وړاندې داسې اوازې هم خپرې شوې چې سعودي په پاکستان کې د پانګونې له ژمنو په شا شوی دی. پاکستاني رسنیو د خپلو باوري سرچینو له قوله ویلي، سعودي وګړي په پاکستان کې د پانګونې په اړه ځینې ملاحظات لري، نو له همدې امله تر اوسه له یاد هېواد سره د سعودي د ولیعهد هغه ژمنې نه دي عملې شوې چې پاکستان ته په سفر کې یې له عمران خان سره کړې وې. د سرچینو په خبره د عمران خان د دې سفر اصلي اجنډا همدا ده څو یو ځل بیا سعودي سوداګر په خپل هېواد کې پانګونې ته راوبولي.





































