د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه شوي دي. د یاد ولایت د والي ویاند احمد خان سیرت وایي، پېښه نن ورځ شاوخوا لس بجې د کابل- کندهار لویې لارې په اوږدو کې د غزني ولایت اړوند د روضې کوتل سیمه کې د یو ۴۰۴ ډوله او کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله یې د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون اووه تنه مړي شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې چې د پېښې قربانیان د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې.





































