د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو د سعودي عربستان د تېلو په چاڼ ځایونو باندې برید ته د غبرگون په سر د سلا مشورې لپاره له جدې نه متحده عرب اماراتو ته تللی دی. پمپیو په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې له مشرانو سره تر کتنې وروسته ویلي، چې هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره مهم معلومات لري. پمپیو ویلي، چې په دې مسلې چې ایران په سعودي عربستان کې د تېلو په چاڼ ځایونو د برید مسولیت لري خورا لوی توافق شته خو د برید پر وړاندې د امریکا د غبرگون په اړه يې جزیات نه دي ورکړي. پمپیو زیاته کړې چې دوی د سوله ییز حل غوښتونکي دي، او هیله لري چې ایران دې ته ورته نظر ولري.





































