د سعودي عربستان د تیلو پر دوو تصفیه خانو باندې تر بریدونو شپږ ورځې وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په یمن کې ځینې هدفونه په نښه کړي دي. دغه پوځي ائتلاف ویلي دي چې د دوی په عملیاتو کې څلور پوځي هدفونه د حدیده بندري ښار په شمالي څنډه کې له منځه وړل شوي دي. ویل کېږي چې په دغه ځای کې سمندري ماینونه او چاودیدونکي توکي تولیدېدل. حوثي یاغیانو د تیرې شنبې په ورځ د سعودي عربستان د تیلو پر دوو تصفیه خانو باندې د بې پيلوټه الوتکو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دغو بریدونو د تیلو په تولید کې د پام وړ کموالی راوستی دی. امریکا پر سعودي عربستان د برید تور په ایران باندې لګوي. خو تهران په دغه برید کې خپله هر ډول ښکیلتیا ردوي.





































