د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې امریکا د ایران په مرکزي بانک بندیزونه لګولي دي خو د بندیزونو جزیات یې نه دي په ډاګه کړي. ټرمپ ویلي، چې په ایران نظامي برید هر وخت امکان لري او زیاته کړې يې ده چې امریکا تل ورته چمتو ده. د امریکا دفاع وزارت هم ټرمپ ته د ایران په خلاف د اقدام کولو لپاره امکانات په ګوته کوي چې د امریکایي چارواکو په وینا نظامي اقدامات هم پکې شامل دي. د امریکا ددې اقدام نه تقریباً یوه اوونۍ وړاندې د سعودي عربستان د تېلو په ذخیرو بریدونه وشول چې امریکایي چارواکو یې ملامتيا په ایران اچولې وه خو ایران دغه تورونه رد کړي و.





































