د امریکا دفاع وزارت ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د دفاع په تېره بیا په سعودي عربستان کې د هوايي او د توغندیو د دفاع لپاره د امریکايي پوځيانو پر استولو هوکړه کړې ده. پنټاګون ویلي، دا د سعودي عربستان د تېلو پر بنسټونو تر وروستي برید راپدېخوا د امریکا لومړنی غبرګون دی. یوه اونۍ مخکې د سعودي پر دوو تېل چاڼ ځایونو بقیق او خریص بې پیلوټه الوتکو جلا بریدونه وکړل. په یمن کې حوثيانو وویل دوی د سعودي عربستان د تېلو شرکت ارامکو اړوندو پر دوو بنسټونو ۱۰ بریدونه کړي دي. امریکا او سعودي عربستان وايي، داسې هېڅ نښه او ثبوت نه شته چې ګني دا بریدونه د یمن له خاورې شوي وي. سعودي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې کارېدلي توغندي ایران کې جوړ شوي دي. ایراني چارواکو د سعودي دا تور رد کړی او د حوثیانو خبرې یې تایید کړې دي.





































