پاکستاني پوځ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ماین چاودنې له امله د خپلو دوو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد پوځ له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا دوه پوځي افسران تېره ورځ ناوخته ډیورنډ کرښې ته څېرمه د مومندو په قبایلي سیمه کې د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي. سرچینه کاږي، د پوځیانو موټر هغه وخت پر یو ښخ شوي ماین وربرابر شو چې پر ډیورنډ کرښه یې د اغزن سیم لګولو بهیر څارل. دا په تېره یوه اوونۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دویمه پېښه ده چې پکې پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوړي.





































