د عراق کربلا ښار ته نږدې په یو بس کې د ماین چاودنې له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د عراقي چارواکو په خبره په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. تر اوسه هیڅ ډلې د یادې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. وړاندې تر دې د ورته بریدونو پړه داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې ده. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په همدې ښار کې د عاشورا پر مراسمو ماین چاودنه شوې وه چې له امله یې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان وو.





































