د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په یوه وینا کې ګواښ کړی دی چې که هر څوک پر ایران برید وکړي، هېواد به یې د جګړې پر اصلي ډګر بدل شي. هغه ویلي، ایران هر یرغلګر ته ځواب ورکوونکی دی او له هیڅ ګواښه ویره نه لري. نوموړي زیاته کړې، یرغلګر دې پوه شي چې ایران یې په هیڅ ګوټ کې هم په کراره نه پرېږدي. سلامي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا ویلي، د سعودي پر تیلي تاسیساتو د برید مسوول ایران دی او تر پلټنو وروسته به خپله پرېکړه وکړي. په ورته وخت کې سعودي هم په دې برید کې ایران پړ بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دا هېواد په منځني ختیځ کې د ناکراریو په لټه کې دی.





































