د حوثي یاغیانو یوه مشر په تلویزیوني وینا کې ویلي دوی سعودي عربستان ته وړاندیز کوي چې پر یو بل به بریدونه دروي او په دې توګه به د سولې لپاره نور اقدامات ترسره کوي. د حوثیانو دغه مشر ټینګار کړی چې د سولې او ښه نیت په موخه باید دواړه لوري په لومړي سر کې پر یو بل بریدونه بند کړي. ملګرو ملتونو د حوثیانو له دغه پیغام هرکلی کړی دی خو سعودي عربستان تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. حوثیانو داسې مهال دغه وړاندیز کړی چې د عربستان د تېلو پر چاڼځایونو بریدونو د ټولې نړۍ غبرګون پارولی دی. حوثیانو د برید مسوولیت منلی دی، خو امریکا او سعودي عربستان یې د ایران کار بولي. په دې اړه پلټنې روانې دي خو سعودي عربستان وايي، کره او پاخه ثبوتونه لري چې برید ایران کړی دی.





































