د امریکا متحده ایالتونو پر ایران د سختو بندیزونو بل پړاو اعلان کړی، چې د ایران مرکزي بانک او د ملي پراختیا صندوق یې په نښه کړي دي.
د امریکا حکومت ویلي چې دغه کار یې تر هغه وروسته کړی، چې ایران د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د برید تر شا لاس درلود.
د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دا په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه دي چې پر یوه هېواد لګول شوي دي.
ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د هغه په باور له زغمه کار اخیستل د ډېر زیات قوت څرګندونه کوي او په دې ډول یې اشاره وکړه چې په سملاسي ډول د ایران پر ضد پوځي اقدام ته تیار نه دی.
ټرمپ ویلي: «موږ اوس د ایران ملي بانک تحریم کړی، دا د هغوی مرکزي بانکي سیسټم دی، دا پر ایران تر ټولو په لوړه کچه بندیزونه دي».
ټرمپ تر دې خبرو وروسته د ملي امنیت له ډلې سره غونډه درلوده او د منځني ختیځ پر کړکېچ یې خبرې کړې دي.
د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال دي چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر په ۱۴مه برید وشو او ډېر مالي زیانونه یې واړول.
که څه هم د یمن حوثيانو ادعا وکړه چې دغه برید دوی د سعودي پر مشرۍ د عرب ائتلاف د بمباریو په غبرګون کې کړی دی، خو سعودي عربستان او امریکا بیا ادعا کوي چې د دغه برید تر شا د ایران لاس و.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته تیار دي چې ایران ته د دغه برید سخت ځواب ورکړي، خو اوس نوموړی له خپلې دغې پرېکړې په شا شوی دی.
بل خوا بیا ایران په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او خبرداری یې ورکړی چې که د دغه هېواد پر وړاندې هر ډول پاروونکی اقدام وشي، کلک ځواب به ورکړي.
تازه د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په یوه وینا کې ګواښ کړی، چې که هر څوک پر ایران برید وکړي، هېواد به یې د جګړې پر اصلي ډګر بدل شي.
هغه ویلي، ایران تیار دی چې هر یرغلګر ته کلک ځواب ورکړي او له هېڅ ګواښه وېره نه لري. نوموړي زیاته کړې، یرغلګر دې پوه شي چې ایران یې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هم په کراره نه پرېږدي.





































