د راپورونو له مخې بس ډوله موټر چې راولپېنډۍ ته پر لاره و، په غرنۍ سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله له مسیر وتلی او کندې ته لوېدلی دی. په پېښه کې ۲۲ مسافر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. ځايي پولیس وايي چې په دغه مسافر وړونکي موټر کې تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې او له امله یې موټر کندې ته لوېدلی دی. سرچینې وايي سیمه غرنۍ ده، نو ځکه د ژغورلو عملیات هم له ستونزو سره مخ شوي وو. په پاکستان کې غرنۍ لارې ډېرې دي چې تر ډېره په معیاري توګه نه دي جوړې شوې نو له امله یې وخت ناوخت ددغه ډول پېښو راپورونه ورکول کېږي.





































