د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، د خپلو تېلو پر ستر مرکز د برید په ځواب کې به مناسب اقدام وکړي. الجبیر پر ایران تور پورې کړی دی چې په دغه برید کې لاس لري خو ایران په وار وار په یاد برید کې لاس لرل رد کړي دي. په ورته وخت کې امریکا هم د خپلو معلوماتو له مخې ویلي چې دغه برید ایران کړی دی او دوی به د سعودي تر پلټنو وروسته مناسب اقدام وکړي. دا برید د سپټمبر په څوارلسمه د سعودي د تېلو پر چاڼځایونو وشو چې ګڼ مالي زیانونه یې واړول. که څه هم د برید پړه په یمن کې فعالو حوثي یاغیانو پر غاړه اخیستې ده، خو امریکا او سعودي دواړه ایران پړ بولي.





































