د سعودي عربستان چارواکي وایي چې په دې هېواد کې د آس ځغلولو په سیالۍ کې به ښځو ته هم د ګډون اجازه ورکړي. راپورونه وایي، په دې سیالیو کې ګټونکي ته ۲۷ میلیونه ډالر جایزه اعلان شوې چې تر ټولو ګرانه د آس ځغلولو سیالۍ به وي. دا سیالۍ د راتلونکي کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه ترسره کېږي. د سعودي یوه شهزاده د دې کار د هرکلي ترڅنګ ویلي، هېواد یې د بدلون په حال کې دی او دوی د سعودي کپ آس ځغلولو سیالۍ کې د ښځو ګډون ته هرکلی وایي.





































