د ایران ولسمشر حسن روحاني خپلو ځواکونو ته د وینا پر مهال ویلي، امریکا یو ځل بیا په دروغو ایران د سعودي پر تیلي تاسیساتو برید کې پر لاس لرلو تورنوي چې دا د امریکا یوه دسیسه ده او بلاخره به یې د تېر په څېر دا دروغ هم افشا شي. هغه زیاته کړې، له دې سره سره چې د یاد برید پړه حوثي یاغیانو پر غاړه اخیستې ده خو دوی بیا هم پر ایران د فشار راوړلو لپاره دا برید زموږ کار بولي چې په هیڅ صورت حقیقت نه لري. نوموړي ویلي، امریکا د سیمې د امنیت خرابولو په هڅه کې ده او دغه راز غواړي ایران د یوې تسلیحاتي سیالۍ پر مرکز بدل کړي. روحاني د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د ښه نیت په موخه حتی د هغوی له سیمه ییزو اشتباهاتو هم تېرېدلی شي.





































