ایران وایي د فارس خلیج د خوندیتابه لپاره به ملګرو ملتونو ته یوه امنیتي طرحه وړاندې کړي. د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، دوی هڅه کوي چې په ټوله سیمه کې امنیت خوندي شي نو په همدې موخه غواړي د فارس خلیج د امنیت لپاره یوه واضح طرحه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. حسن روحاني د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی. نوموړي دغه راز ویلي چې په سیمه کې به د دسیسو او امریکا د پلانونو او نارواوو په اړه هم د ملګرو ملتونو په غونډه کې خبرې کوي. تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ښایي روحاني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري. خو دغه راپورونه رسمي سرچینو نه دي تایید کړي.





































