واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو مطلب کې له ایران سره د امریکا وروستي کړکېچ ته کتنه کړې ده. ورځپاڼه کاږي، که د سعودي پر تیلي تاسیساتو برید د ایران د ملاتړو وسله والو له لورې هم شوی وي بیا هم د دې برید ریښې د سعودي او یمن اوږدمهالې جګړې ته رسېږي. ورځپاڼه کاږي، د امریکا لپاره تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې د ایران د اټومي پروګرام مخنیوی وکړي او وروستی برید ښیي چې دا جګړه شونې ده. ورځپاڼې له ډېرو جزیاتو پرته لیکلي، په سیمه کې د دواړو هېوادونو له لوري مکررو اشتباهاتو، ټرمپ یوې جګړې ته نږدې کړی دی. د مطلب د لیکوال په باور، د دې کړکېچ د کمولو لپاره تر ټولو بهترینه لار دا ده چې دواړه لوري د یو بل پر وړاندې له نرمښته کار واخلي او جنګ غوښتونکو ته د مداخلې اجازه ورنه کړي.





































