هند وايي پاکستان تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې بېرته ترهګریز کمپونه فعال کړي دي. د هند ددفاع وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، ددوی استخباراتي معلومات ښيي، چې پاکستان د بالاکوټ سیمه کې د ترهګرو مرکزونه فعال کړي دي او دمګړی ۵۰۰ سخت دریځي هند ته د تګ لپاره تیار شوي دي. نوموړي ویلي ددوی معلومات دقیق دي او پاکستان هڅه کوي د ترهګرو د روزنې او پیاوړي کولو له لارې په سیمه کې خپلې موخې وپالي. بېپين راووت خبرداری ورکړی چې که پاکستان د هند پر وړاندې ناسم حرکت ترسره کړي نو دوی به سخت ځواب ورکړي. دده په وینا هندي پوځيان د پاکستان له پولې سره نږدې تل د تیارسی په حال کې دي او هر ډول حرکت ته په خپل وخت ځواب ویلی شي.





































